د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت او ملي بانک ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه ترسره شوه
د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت د ملي بانک له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې دواړو لورو د همکاریو د پراختیا، د بانکي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د مالي او اداري چارو د تنظیم ښه والي، د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر چټکتیا او نورو ګډو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمر د ملي بانک له همکاریو څخه مننه وکړه او د دواړو ادارو ترمنځ یې د همغږۍ د دوام او د نږدې اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
همدارنګه د ننګرهار ولایت د ملي بانک مسؤل ژمنه وکړه چې د اړوندو څانګو زدهکوونکو ته د عملي زدهکړو د برابرولو په برخه کې به همکاري وکړي.
