د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو.
په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه وینا وکړه.
استاد ناوک د اسلامي هویت ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې اسلامي ټولنې باید د اسلامي ارزښتونو او اصیل فرهنګ د ساتنې لپاره جدي او دوامدارې هڅې وکړي.
هغه ګډونوالو ته څرګنده کړه چې اسلامي ټولنې باید د لوېدیځو ناخوښو فرهنګونو له نفوذ څخه ځانونه وساتي.
استاد ناوک همدارنګه په لوېدیځو ټولنو کې د «بېحده آزادیو» منفي اغېزې وڅېړلې او ویې ویل چې دغه ډول آزادۍ د کورنیو ړنګېدو، اخلاقي ارزښتونو کمزورۍ او ګڼو ټولنیزو ستونزو سبب شوې دي.
محترم استاد ناوک د هېواد له ځوانانو وغوښتل چې د اسلام دښمنانو د فرهنګي برنامو پر وړاندې هوښیار او ویښ واوسي او د خپلو فرهنګي او دیني بنسټونو په پیاوړتیا سره د فرهنګي یرغل پر وړاندې مقاومت وکړي.
ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست له اصلاحي غونډو څخه هرکلی وکړ.
