د ساختمان د قالب بندۍ په اړه د بلخ د نفتو او گازو انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د بلخ ولايت اړوند نفتو او ګازو انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د ساختمان د قالب بندۍ او سیخ بندی په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د ساختمان د قالب بندۍ او سیخ بندۍ د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جزبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.