د پلان ریاست او «برک» موسسې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست د "برک" موسسې له چارواکو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او "برک" موسسې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.
د پلان ریاست د مسولینو په وینا، په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اړتیاوو لپاره د پروپوزل د نهایی کولو په اړه بحث وشو.
دغه راز په دې ناسته کې دواړو خواوو توافق وکړ چې ذکر شوی پروپوزل نهایي کېدل به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اړتیاوو او ستراتیژیک پلان پر بنسټ تنظیم شي.