د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د تدریسي مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره کړ.
په دې پروګرام کې، د کابل ښار د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو تدریسي مدیران د ګذارش ورکولو او پلان جوړونې په برخه کې روزنه ترلاسه کوي.
د دې روزنیز پروګرام ګډونوالو، د دې پروګرام د ترسره کیدو څخه قدرداني وکړه، او د داسې نورو روزنیزو پروګرامونو د پیل او پلاره اچولو غوښتنه یې هم وکړه.
د کارکوونکو چارو ریاست مسولینو وویل چې د دې روزنیز پروګرام د ترسره کولو څخه یې موخه د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړول دي.
دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د روزنیزو سیمینارونو په جوړولو سره د یادې ادارې د کارمندانو د پوهاوي او ظرفیت کچه لوړه کړي ترڅو په دې اداره کې کاري چارې په شفافیت او سمون سره ترسره شي.