د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا علمي-تحقیقاتي بورډ جوړ شو
د لغمان ولایت اړوند مرکز تخنیکي لېسې د کار بازار او محصلینو ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو لپاره، علمي-تحقیقاتي بورډ جوړ کړ.
یاد بورډ د استادانو او یو شمېر محصلینو په ګډون سره جوړ شوی، او موخه یې د محصلینو لپاره د کاري انګیزې زیاتول او د مشورې ورکونې او څیړنیزو برخو کې د نوموړو وړتیاوې ارزول دي.
په ورته وخت کې، د دې ښوونیز مرکز محصلینو هم د تحقیقاتي بورډ د جوړولو هرکلی وکړ.
د دې بورډ په لومړۍ غونډه کې، د درسي معیارونو د لوړولو لپاره د تعلیمي سیمینارونو جوړول او د محصلینو وړتیاوو ته د پاملرنې او تمرکز په شمول په بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.