مولوی غلام حیدر شهامت د هرات ولایت اړوند د غوریان ولسوالۍ له تخنیکي لیسې څخه لیدنه وکړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت له خپل مل پلاوي سره د هرات ولایت له تخنیکي مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د هرات ولایت اړوند غوریان ولسوالۍ تخنیکې لیسې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په دې لیدنه کې د غوریان تخنیکي لیسې ټول تحصیلي اسنادو او کاري چارو څخه څارنه وکړه او په ځینو مواردو کې یې مسوولینو ته د یاد مرکز د تعلیمي چارو د لا ښه والي په موخه لازمي سپارښتنې هم وکړې.
دغه راز محترم مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې په دوام کې په اسلام قلعه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکز له وضعیت څخه هم څارنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې نوموړي تر دې وړاندې د زنده جان ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې او دغه راز د کرخ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ له وضعیت څخه هم څارنه کړې او له زده کوونکو سره يې په مستقيم ډول کتلې دي.