د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د نابینایانو لپاره د درسي کتابونو تألیف پیل شو

media_admin
سبت, سبتمبر 14 2024 3:12 مساء
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تعلیمي نصاب ریاست د نابینایانو لپاره د درسي کتابونو د لیکلو او تالیف بهیر د پیل خبر ورکوي.

د تعلیمي نصاب ریاست د مسوولینو په وینا، په دغه کتابونو کې د آمادګۍ دورې کتابونه شامل دي چې د ځانګړو زده کړو په مرکزونو کې د شاملو زده کوونکو لپاره تألیف شوي دي.

د لیدلو معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو د لیکلو په افتتاحیه پروګرام کې استادانو او د چارو کارپوهانو خپل نظریات او لیدلوري وړاندې کړل.

نوموړو ټینګار وکړ چې تعلیمي نصاب د زده کوونکو د زده کړې د څرنګوالي لپاره خورا مهم دی او باید د یاد نصاب د چمتو کولو او تالیف په برخه کې ډيره پاملرنه وشي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ځانګړو مرکزونو کې لسګونه د لیدلو معلوليت لرونکي کسان په زده کړو بوخت دي.

Latest news

ثلاثاء, سبتمبر 17 2024 11:08 صباحا
Background image

تعزيز التنسيق بين رؤساء إدارة التعليم الفني و المهني

عقد نائب للشؤون الفنية و المهنية بإدارة التعليم الفني و المهني اجتماعا برئاسة المولوي غلام سعيد احساس. و يهدف عقد هذا الاجتماع إلى تعزيز التنسيق بين رؤساء إدارة التعليم الفني و المهني.. . .

اثنين, سبتمبر 16 2024 12:22 مساء
Background image

حوار بين المولوي غلام حيدر الشهامت ووفد من رئاسة الوزراء

التقى المولوي غلام حيدر شهامت، قائم بأعمال الإدارة التعليم الفني و المهني، مع الشيخ سيد أحمد مستقيم، نائب المدير العام لمكتب رئيس الوزراء، في مكتبه. و في هذا اللقاء حضر وكيل وزارة. . .

ثلاثاء, أبريل 23 2024 1:25 مساء
Background image

تقوم شركة صينية بإنشاء مراكز للتعليم الفني في أفغانستان

التقى فضلةالشيخ المولوي غلام حيدر شهامت القائم بأعمال إدارة التعليم الفني و المهني في مكتبه و تحدث مع وفد من شركة "ينغكي" الصينية. و قد جاء هذا الوفد إلى أفغانستان نيابة عن شركة "ينغكي". . .

BACK TO NEWS