د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ناشنوایانو انسټیټوټ د ساختمانی پروژې څخه څارنه وکړه
د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوی غلام حیدر شومت د کابل د ناشنوایانو انسټیټوټ بیلابیل برخو څخه لیدنه او څارنه وکړه چې د یوې ودانیزې کمپنۍ لخوا بیا رغول شوی دی.
د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د ناشنوایانو انسټیټوټ د ودانیزې پروژې د لیدنې پر مهال د قرارداد له مخې د روڼتیا او د پروژې د بشپړېدو په ګډون پر ځینو موضوعاتو ټینګار وکړ.
د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوی ډاډ ترلاسه کړی چې په دغې ادارې کې ټول کارونه په بشپړ شفافیت سره ترسره شي.