د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو ترمنځ د حج د سهمیې لپاره قرعه کشي ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حج سهمیې په شفاف ډول ویشلو په موخه د دغه ادارې د کارکوونکو ترمنځ قرعه کشي ترسره شوه .
په دغه قرعه کشی کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت هم ګډون کړی و.
ښاغلي شهامت له هغو کسانو څخه چې د حج فریضې د ادا کولو توانایی لري وغوښتل چې په دغه قرعه کشی کې ګډون وکړي.
دغه قرعه کشی په شفاف ډول ترسره شوه او ګټونکي یې وټاکل شول.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لپاره سږ کال د حج دوه سهمیې په پام کې نيول شوې دي.