د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره شوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اداري غونډه د مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د کابل د اټو میخانیکي انسټیټوټ د ستونزو، د دریم او څلورم بستونو د ګمارنې لپاره د میکانیزم په رامنځته کولو، د تدارکاتو د چارو د همغږۍ لپاره د یوې کمیټې په ټاکلو او د ملکیتونو د ثبت په برخه کې د اقداماتو په اړه خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو د پورتنیو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.