په کندهار کې د دولتي ادارو نوي ګمارل شوي کارکوونکي له دوه میاشتني روزنیزې دورې څخه فارغ شول
د کندهار ولایت ملکي او نظامي ادارو څه د پاسه ۱۰۰ تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکي د دغه ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري له دوه میاشتني روزنیزې دورې څخه فارغ شول.
دا کارکونکي چې د افغانستان ا.ا "م.ج.ا.هد.ین" دي، په دوو میاشتو کې د ادارې او مدیریت مهارتونه او انګلیسي ژبه زده کړې.
د يادو کارکوونکو د فراغت په مراسمو کې د کندهار ولايت د انسانې سرچينو رئيس مفتي ميرزا محمد زاهد په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه او ټولو هغو "م.ج.ا.هدينو" ته چې فارغ شوي دي د مبارکۍ ترڅنګ وويل، چې په دې روزنيزې دورې کې به تجربه لرونکي استادانو ګډونوالو ته د ادارې په برخه کې هر اړخیزه روزنه ورکړي.
په څو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریتونو د "م.ج.ا.هدینو" لپاره چې په ملکي او نظامي ادارو کې ګمارل شوي د ظرفیت لوړولو پروګرامونه جوړ کړي دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره هڅه کوي چې دغه پروګرام په ټولو ولایتونو کې پراخ کړي.
