د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونيزو مرکزونو د کادری ښوونکو ازموينه پيل شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونيزو مرکزونو له کادری ښوونکو څخه د ازموينې د اخيستلو پروګرام ترسره شو.
د دغه پروګرام له ترسره کېدو څخه موخه د دې ادارې ښوونيزو مرکزونو د استادانو علمي او مسلکي کچې ارزونه ده، چې پر بنسټ به يې د استادانو کادری امتيازات ترسره کیږی.
په دې پروګرام کې به د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښوونکو د روزنې بهیر په یوه شفافه پروسه کې و ارزول شي.
