د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو څخه د دې ادارې د رهبرۍ کړنو په اړه نظر غوښتنه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو د نظر ورکولو په پروګرام کې د دې ادارې د رهبرۍ څرنګوالي په اړه ګډون وکړ.
دغه پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت په لارښوونه ترسره شو.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو د دې ارزونې په پوښتنليک کې د دې ادارې د مشرتابه په اړه خپل نظرونه، نيوکې او وړانديزونه وړاندې کړل.
