د اکاډمیکو چارو مرستیال د فیروزکوه خصوصي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي په کابل کې د فيروزکوه خصوصي انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي عزيزي د دغه انسټیټوټ اسانتياوې او تجهيزات هم وارزول او ستونزې يې وڅېړل.
د اکاډمیکو چارو مرستیال د فیروزکوه انسټیټوټ د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د خصوصي ښوونیزو مرکزونو چې د هغوی کړنې ګټوری وی ملاتړ یی کوی.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال ډاډ ورکړ، چې د خصوصي تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو ته به د کار زمينې برابرولو په برخه کې هڅې وکړي.
د فیروزکوه انسټیټوټ اوس مهال ۱۲۰ تنه زده کړیالان لري چې د حکاکی، غالۍ اوبدلو، ترکاڼۍ، ګرافیک او نقاشۍ په برخو کې ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.
