د مالي او اداري چارو مرستیال د کابل تخنیکی او مسلکی امرینو سره ځانګړې ناسته ترسره شوه!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د مرکز (کابل) د انسټیټونو او مسلکي لېسو له امرینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د تخنیکی او مسلکی امرینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه مالي او اداري چارو مرستیال ته وړاندې کړل.
په کابل کې تخنیکي او مسلکی زده کړو مرکزونو کې اوبو، برېښنا او انټرنیټ کمښت د ننګونو په توګه یادې کړل.
مالي او اداري مرستيال وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د بودجې له مخې به يې ستونزو او اړتياوو ته رسیدګې وشي.
ښاغلي فاضل د کابل تخنیکي او مسلکي امرینو ته لارښوونه وکړه چې د سپما او امکاناتو څخه د ساتنې لپاره هڅه وکړي.