د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي غونډه جوړه شوه
د هېواد یوه دیني عالم، محترم مولوي هدایتالله، په یوه ښوونیزه غونډه کې د حضرت عمر فاروق (رضیاللهعنه) د حکومتولۍ د څرنګوالي او په اسلامي نظام کې د کارکوونکو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
محترم مولوي هدایتالله په دې پروګرام کې د حضرت عمر فاروق (رضیاللهعنه) د حکومتولۍ د تګلارې په یادولو سره پر عدالت، رښتینولۍ، امانتساتنې، د خلکو د حقونو پر رعایت، ځواب ویلو او د هېوادوالو ستونزو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ.
نوموړي په اسلامي نظام کې د کارکوونکو مسؤلیتونه مهم او بنسټیز وبلل او ټینګار یې وکړ، چې هر کارکوونکی مکلف دی خپلې ورسپارل شوې دندې په اخلاص، ژمنتیا، رښتینولۍ او د مسؤلیت په احساس ترسره کړي.
