د ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې «د کاري مسیر ټاکنه» په اړه سیمینار ترسره شو
د کابل د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د کارموندنې او مسلکي مشورې مرکز او د «نگرش سبز» مؤسسې په همکارۍ، «د کاري مسیر ټاکنه» تر عنوان لاندې ښوونیز او مشورتي سیمینار ترسره کړ.
په دې پروګرام کې نږدې ۱۰۰ تنو محصلینو ګډون کړی و او د مدیریت او سوداګرۍ د پراختیا سلاکار، استاد مرتضی مطهر، د فردي وړتیاوو او لېوالتیاوو د پېژندنې، د کاري مسیر د ټاکنې، د کار بازار د فرصتونو، د مهارتونو د زدهکړې، کارپنځونې او د مسلکي راتلونکي د پلان جوړونې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د سیمینار په بله برخه کې د محصلینو او ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل شول.
په دې پروګرام کې ټینګار وشو چې په غور او پوهې سره د کاري مسیر ټاکنه او د کار بازار د اړتیا وړ مهارتونو ترلاسه کول، د کارموندنې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره ډېر مهم دي.
د سیمینار په لړ کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او ګډونوال د کار او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره وهڅول شول.
