د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د نورستان صنایعو انسټيټوټ د رغونې چارې پیل شوې
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس ښاغلی الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې څخه د یو پلاوي په مشرۍ نورستان ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي ددې سفر په ترڅ کې، د سیمه ایزو مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ په یاد ولایت کې د صنایعو انسټيټوټ ودانۍ د رغونې په ګډون د ښوونیزو مرکزونو یو شمیر ساختماني پروژې هم پرانیستې.
د نورستان د صنایعو انسټيټوټ ودانۍ د ساختماني چارو د پیل کیدو په مناسبت جوړ شویو مراسمو کې د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او ورسره مل پلاوي ترڅنګ یې د یاد ولایت یو شمیر سیمه ایزو مسؤلینو هم حضور درلود.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس الحاج مولوي شهامت په دې مراسمو کې وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هوډ لري ترڅو د ټولنې بیلا بیلو قشرونو ته غوره ښوونیزې زمینې برابرې کړي.
الحاج مولوي شهامت دغه راز زیاته کړه چې هڅه کوي ترڅو د مسلکي زده کړو له لارې د هغو کسانو لپاره د کار او زده کړو فرصتونه برابر کړي چې د اشغال پرمهال له زده کړو بې برخې پاتي شوي.
په ورته وخت کې، نورو ویناوالو هم نورستان ولایت کې د یادې پروژې له پیل کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د ښوونیزو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ له هڅو څخه قدرداني وکړه.
د مراسمو په پای کې، په نورستان ولایت کې د صنایعو انسټيټوټ د جوړیدو او رغونې چارې رسماً د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت لخوا د بنسټ ډبرې په ایښودلو سره پیل شوې.
د یادونې وړ ده چې د نورستان د صنایعو انسټيټوټ ودانۍ به د ۱۶ درسي او اداري خونو په درلودو سره د یو کال په اوږدو کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي، چې ددې پروژې لګښت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بودیجې څخه تمویل کېږي.