د کاپیسا ولایت اړوند «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو د اناتومي په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه
د کاپیسا ولایت «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د یاد ښوونیز مرکز په لابراتوار کې د څارویو د اناتومۍ په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
نوموړو په دې درسي جلسه کې، د اناتومۍ او د څارویو بیلابیل جسمي غړو د پيژندنې په اړه د عملي کارونو په ترسره کولو سره عملي پوهه ترلاسه کړه.
دغه راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې، هغوی ته د اناتومي او دهغې د علمي اصطلاحاتو په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.