د میدان وردګو – چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو لپاره په ریښتیني کاري چاپیریال کې عملي ساختماني تجربه

په یوه عملي او هدفمند ګام کې، د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د خپلو عملي زده کړو په چارچوب کې، د یوه علمي سفر په ترڅ کې د نصرت العلوم مدرسې د جوړیدونکي ودانۍ څخه لیدنه وکړه او د قالب بندۍ له مراحلو سره یې په عملي بڼه بلدتیا ترلاسه کړه.
لارښود استاد د مدرنو اندازه کولو وسیلو لکهPipe Level او Level Machine په کارولو سره محصلینو ته په قالب بندۍ کې د سطحې تنظیمولو مرحلې په دقیقه توګه ګام په ګام تشریح کړې.
له بلې خوا، د فولادي سیخونو ډولونو او د هغوی کارولو سره عملي بلدتیا هم د دې عملي درس یوه بله مهمه برخه وه. چې د بلدتیا ټولې مرحلې محصلینو ته د استاد لخوا ته په عیني ډول تشریح شوې.
یاد پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هڅو یوه روښانه بیلګه شمیرل کېږي ترڅو د عملي روزنې کیفیت ښه کړي او محصلین د کار بازار ته د بریالي ننوتلو لپاره په ماهر توګه چمتو کړي.
په ریښتني پروژو کې عملي تجربه محصلین په راتلونکي متخصص کسانو بدلوي، هغه متخصص کسان چې په حقیقي او ريښتني شرایطو کې د عملي او نظري پوهې پلي کولو وړتیا لري.