د بلخ ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونو د آمرینو او تدریسي مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو
د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آمرینو او تدریسي مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو دوه ورځنی سیمینار ترسره کړ.
په ورته وخت کې، د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د دې پروګرام ګډونوالو ته د لازیاتې لارښوونې په پار بېلابېل ښوونیز پریزنټیشنونه هم وړاندې کړل.
د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا، د دې تعلیمي سیمینار د ترسره کولو څخه یې موخه مدیریتي برخو کې د دې ولایت د ښوونیزو مرکزونو د تدریسي مدیرانو او آمرینو د ظرفیت لوړول دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل هڅه کوي چې د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په لاره اچولو سره د خپلو کارمندانو د پوهې او پوهاوي کچه لوړه کړي.