د لابراتواري تجهیزاتو په اړه د لغمان د مرکز اړوند کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د لغمان ولایت د مرکز اړوند کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د لابراتواري تجهیزاتو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، محصلینو ته د مایکروسکوپ او لابراتواري تجهیزاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات ورکړل.
دغه راز محصلینو هم د عملي زده کړو په جریان کې، خپلې پوښتنې د استاد سره شریکې کړې، او د لارښود استاد لخوا ورته ځوابونه ورکړل شول.
عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.