د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ په ۱۳۴۸ هجری لمریز کال کې تاسیس شوه، چې د لسم (۱۰) څخه تر دولسم(۱۲) ټولګي پورې د (لیسې په دوره) کې د (جیولوژي، کیمیا او د نفتو او ګازو د تصفیه کولو ټکنالوژۍ د نفتو او ګازو د څاګانو استخراج او ګټه اخیستنه، د مفیده جامد کانونو استخراج، ساختمان، برښنا، د موټر ترمیم ده کلنو دورو او د جامده کانونو، نفت او ګاز د موټر میخانیک ،الکتروتخنیک، فلز کارۍ و فروشندګي او د استاد شاګردۍ (خیاطي) په درې کلنو دورو کې د زده کوونکو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه بربره کړې وه.

اساسي (زیربنایي) معلومات:

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ ودانۍ د (۱۶) درسي او اداري خونو په درلودو سره (۱۰) خونې د بیلابیلو څانګو د ورکشاپونو او لابراتوار لپاره لري.

د جوړښت اړوند معلومات :

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ په ټوله کې (۶۱) تنه تشکیل لري، چې (۴۶) تنه برحال استادان، (۴) تنه اداري کارکوونکي، یو تن د لیلیې معلم او (۱۰) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

یاد انسټيټوټ (۴۶) تنه استادان لري، چې (۲۹) تنه یې نارینه او (۱۷) تنه یې له ښځینه طبقې څخه دي.

کمپیوترلب او ورکشاپ:

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د خپلو محصلینو د عملي زده کړو لپاره (۲) بابه مجهز کمپیوټر لبونه، (۵) بابه مجهز ورکشاپونه او یو باب لابراتوار لري.

تحصیلي څانګې:

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ په لاندې څانګو کې ( دوه کلنې دورې: نفت او ګاز، جامده کانونه، د تعمیراتو انجینرۍ، صنعتي برښنا، او موټر ترمیم او همدارنګه دغه انسټيټوټ په درې کلنو دورو کې: د موټر میخانیک، الکترونیک، خیاطۍ او الکتروتخنیک) زده کړي وړاندې کوي.

بدل اعاشه:

دا انسټيټوټ په ټوله کې (487) تنه متعلمین او محصلین لري چې له دې جملې څخه یې (20) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.