د بدخشان ولایت بهارک کثیرالرشتوي انسټيټوټ
د بدخشان ولایت بهارک کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۷۵ هجري لمریز کال کې د لیسې په سطح تاسیس او وروسته په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال کې د انسټيټوټ په سطح ارتقا ورکړل شوه، چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د (لیسې او انسټيټوټ دورو) کې د عمومي کرنې، باغدارۍ او وترنري، اداره او مدیریت او اداره او تجارت په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.
اساسي ( زیر بنایی ) معلومات:
یاد انسټيټوټ درې جریبه ځمکه لري او تعمیر یې په دریو پوړو (۳ منزله) کې ودان شوی چې (۲۰) تدریسي او اداري خونې لري.
د جوړښت اړوند معلومات :
د بدخشان ولایت بهارک کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۲۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۲۱) تنه استادان، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۶) تن خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.
د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:
د یاد انسټيټوټ د (۲۱) تنه استادانو له جملې څخه (۲۰) تنه یې نارینه او یوه (۱) تنه ښځینه استاده پکې شامل ده.
تحصیلي څانګې:
دا انسټيټوټ پنځه (۵) څانګې (عمومي کرنې، باغداري، وترنري، اداره او مدیریت او اداره او تجارت) لري.
بدل اعاشه:
د بدخشان ولایت بهارک کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۴۲۷) تنه محصلین او متعلمین لري چې له دې جملې څخه (۲۷) تنه محصلین او متعلمین د بدل اعاشې په نوم لړ کې شامل دي.
لابراتوار، کمپيوټرلب او کتابتون:
دا انستیتیوت د خپلو محصلینو د عملي زده کړو لپاره یو باب لابراتوار،یو باب مجهز کمپیوټرلب او یو باب کتابتون لري.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.
یاده اداره د تخنيکي او مسلکي زده کړو د پروګرامونو په اساسي بڼه د پلي کولو په برخه کې ډېرې هڅې کوي.