د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست د «افرن» موسسې له رئیسې سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست مسوولینو په افغانستان کې د «افرن» موسسې له رئیسې « پولین » سره وکتل.
په یادې غونډه کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وشوې.
په دې ناسته کې «افرن» موسسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د استادانو د ظرفیت لوړونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
همداراز د څښاک پاکو اوبو د څاه کیندل او د فاضله اوبو د تصفیې سیستم جوړول هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او «افرن» موسسې ترمنځ د نننۍ ناستې د پام وړ موضوعات وو چې پرې بحث وشو.
دا په داسې حال کې ده چې «افرن» موسسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سره د یو تفاهم لیک پربنسټ په بامیانو ولایت کې یو باب تدریسي تعمیر او لیلیه هم جوړه کړې ده.