د میدان وردګو ولایت دشت توپ کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت دشت توپ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د ( لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د اداره او تجارت، اداره او مدیریت اوکمپیوټر ساینس په څانګو کې محصلینو ته تخنیکي او مسلکي زده کړې وړاندې کوي.

اساسی ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ دوه ودانۍ لري چې د تدریسي او لیلیې تعمیرونه دي چې تدریسي ودانۍ یې (۲۰) درسي او اداري خونې او د لیلیې ودانۍ یې (۲۹) خونې لري.

د جوړښت اړوند معلومات :

د میدان وردګو ولایت دشت توپ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۲) تنه کارکوونکي لري، چې (۶) تنه استادان، (۳) تنه اداري کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۶) تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ اووه (۳) څانګې ( اداره او تجارت، اداره او مدیریت او کمپیوتر ساینس) لري چې (۱۶۵) تنه محصلین په دې انسټيټوټ کې په یادو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د یاد انسټيټوټ د (۱۶۵) تنو محصلینو له جملې څخه (۳۶) تنه یې د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.