د میدان وردگو ولایت پیتاب هلمند کثیرالرشتوي انسټيتوټ

د میدان وردگو ولایت پیتاب هلمند کثیرالرشتوي انسټيتوټ په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال تاسیس شو، چې د لسم(۱۰) ټولګي څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د هیواد درنو زده کوونکو او محصلینو لپاره په اداره او مدیریت، ډیتابیس، ساختمان او محاسبې څانګو کې تخنیکي او مسلکي زده کړې وړاندې کوي.

زیربنایی معلومات:

دا انسټيټوټ دولتي تعمیر نلري او په کرایي تعمیر کې خپلې چارې پر مخ وړي چې اوس مهال د (۸) درسي او اداري خونې په درلودو سره د بريښنا او اوبو په امکاناتو هم سمبال دی.

د تشکیل اړوند معلومات:

د پیتاب هلمند کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

یاد انسټيټوټ (۳) تنه استادان لري چې د نارینه له طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

د میدان وردگو ولایت پیتاب هلمند کثیرالرشتوي انسټيتوټ (۴) څانګې ( اداره و تجارت، ډیټابیس، ساختمان او محاسبه) لري چې اوس مهال (۱۵۱) تنه زده کوونکي او محصلین په یادو څانګو کې پر مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټرلب:

دا انسټيټوټ د خپلو زده کوونکو او محصلینو د معیاري زده کړو په موخه یو باب مجهز کمپیوټرلب هم لري.

بدل اعاشه:

دا انسټيټوټ په ټوله کې (۱۵۱) تنه زده کوونکي او محصلین لري چې له دې جملې څخه یې (۱۸) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 یاده اداره د تخنيکي او مسلکي زده کړو د پروګرامونو په اساسي بڼه د پلي کولو په برخه کې ډېرې هڅې کوي.