د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري غونډه جوړه شوه

media_admin
أحد, يوليو 14 2024 4:04 مساء
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري غونډه د یادې ادارې سرپرست ښاغلي الحاج مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د رهبري د تېرې غونډې پر پرېکړو خبرې وشوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

په دوام کې د اجنډا سره سم له موسساتو سره د تعاملونو پر څرنګوالي، د کارکوونکو لپاره د امتیازاتو د تنظیم او ویش په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو په مفصل توګه خبرې وشوې.

محترم مولوي شهامت څرګنده کړه، چې پر کارکوونکو د امتیازاتو د وېش په برخه کې باید عدالت تامین شي او حق باید حقدار ته ورکړل شي.

دغه راز په دې ناسته کې د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه ته چې اوس مهال په کرایې ودانیو کې خپل چارې پر مخ وړي د ودانیو جوړولو پر څرنګوالي هم خبرې وشې.

د يادونې وړ ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د رهبري په نننۍ غونډه کې د یادې ادارې د مقام دفتر رئيس استاد مطيع الله هدايت د نورو بنسټونو سره د یادې ادارې د ګډو فعاليتونو د تنظيم پر څرنګوالي هم خبرې وکړې.

په دې ناسته کې پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې وشوې او نننۍ غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

ثلاثاء, سبتمبر 17 2024 11:08 صباحا
Background image

تعزيز التنسيق بين رؤساء إدارة التعليم الفني و المهني

عقد نائب للشؤون الفنية و المهنية بإدارة التعليم الفني و المهني اجتماعا برئاسة المولوي غلام سعيد احساس. و يهدف عقد هذا الاجتماع إلى تعزيز التنسيق بين رؤساء إدارة التعليم الفني و المهني.. . .

اثنين, سبتمبر 16 2024 12:22 مساء
Background image

حوار بين المولوي غلام حيدر الشهامت ووفد من رئاسة الوزراء

التقى المولوي غلام حيدر شهامت، قائم بأعمال الإدارة التعليم الفني و المهني، مع الشيخ سيد أحمد مستقيم، نائب المدير العام لمكتب رئيس الوزراء، في مكتبه. و في هذا اللقاء حضر وكيل وزارة. . .

ثلاثاء, أبريل 23 2024 1:25 مساء
Background image

تقوم شركة صينية بإنشاء مراكز للتعليم الفني في أفغانستان

التقى فضلةالشيخ المولوي غلام حيدر شهامت القائم بأعمال إدارة التعليم الفني و المهني في مكتبه و تحدث مع وفد من شركة "ينغكي" الصينية. و قد جاء هذا الوفد إلى أفغانستان نيابة عن شركة "ينغكي". . .

BACK TO NEWS