د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال کې د لیسې په کچه تاسیس شو، او په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د انسټیټوټ په کچه وده ورکړل شوه، چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د ( لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د ادارې او مدیریت، برښنا، ماشین، ساختماني او موټر په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسی ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ ۷ بابه یو پوړیزه تعمیرونه لري، تدریسي تعمیر چې (۱۰) تدریسي خونې، اداري تعمیر چې (۵) اداري خونې، د لیلیې تعمیر چې (۲۸) خونې، د میخانیک انجینري د ورکشاپ تعمیر، د ساختماني څانګې د ورکشاپ تعمیر، د طعام خونې تعمیر او د سپیڅلي جومات تعمیر پکې شامل دي او همدارنګه د اوبو، لمریزې بریښنا او سمسورې ساحې په امکاناتو سمبال انسټيټوټ دی.

د جوړښت اړوند معلومات :

د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۹) تنه کارکوونکي لري، چې یو (۱) تن آمر، (۹) تنه استادان، (۵) تنه اداري کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۹) تنه استادان لري چې ټول استادان یې د نارینه طبقې څخه دي.

کمپیوټر لب، لابراتوار او ورکشاپ:

نوموړی انسټيټوټ د خپلو محصلینو د عملي زده کړو لپاره دوه (۲) بابه مجهز ورکشاپونه د میخانیک انجینري او ساختماني څانګو په برخو کې لري چې محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابروي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ څلور(۴) څانګې ( بریښنا، ساختماني، اداره او تجارت او موټر ) لري او (۵۰۱) تنه محصلین په دې انسټيټوټ په یادو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ (۵۰۱) تنه محصلین لري، چې له دې جملې څخه یې یوازې (۳۰) تنه د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.