د میدان وردګو ولایت د جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت د جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د (  لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د ادارې او تجارت او کرنې په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسی ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ د ۱۳ جریبه مساحت ځمکې په درلودو سره یو باب ۳ پوړه تعمیر لري چې نوموړی تعمیر (۲۱) درسی خونې او اداري خونې لري.

د جوړښت اړوند معلومات :

د میدان وردګو ولایت د جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۶) تنه استادان، (۱۱) تنه اداري کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۶) تنه استادان لري چې ټول استادان یې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ څلور(۲) څانګې ( کرنې او اداره او تجارت) لري او (۳۲۴) تنه محصلین په دې انسټيټوټ کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

نوموړی انسټیټوټ (۳۲۴) تنه محصلین لري، چې له دې جملې څخه یې (۶۰) تنه د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.