د کنړ ولایت د صنایعو مسلکي انسټيټوټ

د کنړ ولایت د صنایعو مسلکي انسټيټوټ په ۱۳۵۵ هجري لمریز کال کې د لیسې په کچه تاسیس شو، او په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې یې د انسټيټوټ په کچه وده وکړه چې د دیارلسم(۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د (انسټيټوټ دوه کلنې دوره) کې د ساختمان، برق، خیاطۍ او د موټر ترمیم په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسی ( زیر بنایی ) معلومات:

د کنړ ولایت د صنایعو مسلکي انسټيټوټ د (۱۷) درسي او اداري خونو په درلودو د اوبو، بریښنا، او سمسورې ساحې په امکاناتو سمبال دی او همدارنګه د والیبال او کرکټ ډګر هم لري.

د جوړښت اړوند معلومات :

د کنړ ولایت د صنایعو مسلکي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۹) تنه استادان، (۳) تنه اداري کارکوونکي او (۵) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

یاد انسټيټوټ (۹) تنه استادان لري چې ټول استادان یې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ څلور(۴) څانګې ( ساختمان، برق، خیاطۍ، او موټر ترمیم ) لري او (۴۸۰) تنه محصلین په دې انسټيټوټ کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د کنړ ولایت د صنایعو مسلکي انسټيتوټ د محصلینو د عملي زده کړو لپاره یو باب مجهز کمپیوټرلب او یو باب مجهز ورکشاپ لري.

بدل اعاشه:

دا انسټيټوټ (۴۸۰) تنه محصلین لري، چې له دې جملې څخه یې (۲۲) تنه یې د بدل اعاشې په لیست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.