د غزني د کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو ته د کمپیوټر عملي روزنه

د غزني ولايت د قره باغ د کثيرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته په عملي ډول د کمپيوټر د ترميم په اړه زده کړه ورکول کېږي.
د غزني ولایت د تخنیکي آمریت د مسوولینو په وینا، "له دې امله چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې په عملي ډول ترسره کېږي، نو د دغو مرکزونو فارغان په بازار کې دندې ترلاسه کوي."
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.