د کاپیسا ولایت مرکز، معاون انجینري انیسټیټوټ وضعیت وڅېړل شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د مالي او اداري چارو مرستیال، مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ یو پلاوي د کاپیسا ولایت مرکز، معاون انجینری انسټیټوټ وضعیت وڅېړه.
نوموړو په دغه لیدنه کې له ورکشاپونو او عملي کارونو له بهیر څخه لیدنه وکړه، همدارنګه د دغه مرکز ټول اسناد یې وڅېړل. په همدې حال کې د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه مرکز له پروګرامونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه.
د دغه لیدنو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو حل کول او همدارنګه اړتیاوې پوره کول بلل شوي دي.