د ډاکټر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت د بیارغونې کار پیل شو

د میدانو ورګو ولایت د ډاکټر عبدالوکیل، کثیرالرشتوي انستیتوت د بیارغونې کار پیل شو.
د ډاکټر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت ځینې برخې د جګړو له امله ویجاړې شوې وې، په تېرو وختونو کې ښاغلي مولوي غلام حیدرشهامت د دغه انستیتوت د لیدلو په وخت کې مسؤلینو ته امر کړی و چې د دغه انستیتوت د بیارغونې چارې په فوري توګه پیل کړي.
ښاغلی حکمت الله حکمت د میدان وردګو تخنیکي آمر وايي چې د ډاکټر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انستیتوت ساختمان د سختو جګړو له امله ویجاړ شوی و.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه زده کړې مرکز په بیارغولو سره به زده کړیالانو ته د زده کړې مناسبه فضا جوړه شي.
د میدان وردګو تخنیکي آمر زیاته کړه، په پلان کې ده چې په نوي کال کې به په دغه انستیتوت کې لسګونه نیالګي کېښودل شي.