د سرپل له والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه سره د مولوي غلام سعید احساس لیدنه

ښاغلي غلام سعید احساس د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، د سرپل ولایت ته په خپل سفر کې له محمد یعقوب عبدالرحمن اکه سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په هکله جزئیات وړاندې کړل، ویې ویل چې دغه اداره د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري.
نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه، او د مجاهدینو د روزنې طرحه چې ددغه ادارې له لوري جوړه شوې، تشریحات یې ورکړل.
ښاغلي مولوي احساس وویل: ددغه طرحې پر بنسټ، مجاهدینو ته د زده کړې فرصتونه برابر شوي دي.
په همدې حال، د سرپل والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو قدرداني وکړه، او په سرپل ولایت کې یې د ددغه ادارې د زده کړو له ملاتړ څخه ډاډ ورکړ.
ښاغلي مولوي عبدالرحمن اکه، همدارنګه زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په هېواد کې د مهمو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څخه ګڼل کیږي، باید د هغه له ټولو برنامو څخه ملاتړ وشي.