د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د هېواد له ورزشکارانو سره نغدي مرسته وکړه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د هېواد له يو شمېر رزمي ورزشکارانو سره نغدي مرسته وکړه.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له دوی سره په لیدنه کې وويل چې ورزش د روغتيا لپاره ډېر اړين دى.
په ورته وخت کې ښاغلي مولوي شهامت له ورزشکارانو وغوښتل چې د ورزش په ډګر کې د افغان ولس د ارزښتونو استازیتوب وکړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تل هڅه کوي چې د ځوانانو ملاتړ وکړي. په دې وروستیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په افغانستان کې د غوره نوښتونو او ابتکاراتو تر ټولو لوی ملي نندارتون جوړ کړ.
دغه نندارتون د ځوانانو د ملاتړ په موخه جوړ شوی و، چې سلګونه نوښتونه او ابتکارات پکې نندارې ته ایښودل شوي وو او د ځینو لپاره کاري چاپېریال هم برابر شوی دی.