د زابل د پوليسو لپاره روزنيز سمينار ترسره شو
د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ ۳۵ تنه منسوبین له هغه دری ورځني روزنیز سمینار څخه فارغ شول چې د یاد ولایت د تخنیکي آمریت په همکارۍ په لاره اچول شوی وو.
دغه برنامه د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ د حقوقو مدیریت له خوا د تخنیکي آمریت په همکارۍ د دوهمې امنیتي حوزې منسوبینو لپاره په لاره اچول شوې وه.
تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې تخنیکي آمریتونو د ظرفیت لوړونې روزنیزې برنامې په لاره اچولې وې چې په کې نويو ګمارل شويو کارکوونکو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.