د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د زده کوونکو عملي زده کړې
د بلخ ولايت د چهاركنت ولسوالۍ د كثيرالرشتوي لېسې زده كوونكو ته د مڼو او خټكو څخه بورې ترلاسه كولو څرنګوالی زده کړ.
د «رفراکتومتر» وسیلې په کارولو سره ، دوی په عملي ډول زده کړل چې څنګه له میوو څخه بوره ترلاسه کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ۶۰ سلنه زده کړې عملي دي. عملي زده کړې د زده کونکو او محصلینو سره مرسته کوي ترڅو د فراغت وروسته په بازار کې د کار خاوندان شي.
