د خوست د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه وڅیړل شول
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دغې ادارې له تعليمي مرکزونو څخه د ليدنې او څېړنې په دوام کې د خوست ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه وڅيړل.
نوموړي پلاوي د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ یاد ولايت ته سفر کړى دى.
د دغه سفر موخه په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو څېړل او د حل لارې موندل دي.
تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د پکتیا ولایت ښوونیز مرکزونه بررسي کړې دي.