د لوګر د کرنې په انسټیټوټ کې د بانجانو رُب د چمتو کولو څرنګوالی تدریس شو

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ زده کړیالانو د عملي زده کړو په ترڅ کې د "بانجانو رُب" د جوړولو څرنګوالی زده کړ.
دوی په دغه درسي غونډه کې، په عملي ډول د بانجانو چمتو کول ترسره کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ۶۰ سلنه زده کړې عملي دي، چې له فراغت وروسته د کار په بازار کې جذبېږي او یا هم د کار د پیدا کولو وړتیا پیدا کوي.