د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د افغان ټکنالوژۍ له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.
د دغه لیدنې په ترڅ کې ښاغلي فاضل د افغان ټکنالوژۍ د انسټیټوټ له استادانو او زده کړیالانو سره په خبرو اترو کې د یاد انسټیټوټ د ورکشاپ ستونزې او اړتیاوې واورېدې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال ډاډ ورکړ، چې ټولې ستونزې به يې ژر تر ژره حل شي.