د کاپیسا ولایت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ

د کاپیسا ولایت حصه دوم کوهستان تخنیکی او مسلکي انسټیټوټ په ۱۳۹۳ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، د برښنا او ساختمان په څانګو کې د دیارلسم (۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (انسټیټوټ) دوره کې زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: 

د کاپیسا حصه دوم کوهستان تخنیکی او مسلکي انسټیټوټ ودانۍ (۱۶) درسي او اداري خوني لري  برښنا، اوبه، زرغونه ساحه او همدارنگه ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کاپیسا حصه دوم کوهستان تخنیکی او مسلکي انسټیټوټ په ټوله کې (۷) کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کاپیسا حصه دوم کوهستان تخنیکی او مسلکي انسټیټوټ (۳) تنه استادان دی لري، چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

د کاپیسا حصه دوم کوهستان تخنیکی او مسلکي انسټیټوټ (۲) څانګې (برښنا او ساختمان) لري. چې شاوخوا (۴۵) زده زده کړیالانې په یادو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوختې دي.

بدل اعاشه:

د کاپیسا حصه دوم کوهستان تخنیکی او مسلکي انسټیټوټ کې (۴۵) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تن د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.