د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ د اداري او حسابدارۍ انسټیټوټ د فارغانو د فراغت د نمانځغونډې مراسم ترسره شول
د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د ادارې او حسابدارۍ د انسټیټوټ د فارغانو د فراغت غونډه ونمانځل شوه.
سږ کال د ارګون د ادارې او حسابدارۍ له انسټیټوټ څخه څه باندې 20 تنه زده کړیالانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د پکتيکا ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي اختر محمد نوراني د دغو زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د اسلام له نظره يې د زده کړو پر اهميت خبرې وکړې او فارغانو يې وهڅول، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.