مولوي غلام حیدر شهامت له ډاکټر «کی» سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۳:۴۲
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په خپل کاري دفتر کې د پلان جوړونې او مديريت له کارپوه ډاکټر "کی" سره وکتل.

ښاغلی "کی" له جرمني څخه افغانستان ته د "ستی ان افغانستان" مؤسسې په همغږي راغلی او ټاکل شوې ده چې د دغې مؤسسې له لارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له دوکتور «کی» سره په کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د خپلو همکاريو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې ښاغلي مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د بې وزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د ماهرو کاري ځواک روزل د دغې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې هم په هېواد کې ټوليز امنيت ته په اشاره سره وويل چې اوسمهال د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو لپاره شرایط مساعد دي.

له بلې خوا "کی" هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ لپاره د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ.

ښاغلي مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د "کی" له چمتووالي څخه مننه او قدرداني وکړه او پرېکړه وشوه، چې نوموړی به د پلان جوړونې، مدیریت او برنامې جوړولو په برخه کې دې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS