د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ میخانیکي لیسې لنډه پیژندنه

د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ میخانیکي لیسه په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د  د موټرو ترمیم او نلدوانۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۲) ټولکي (لېسې) دوره کې زده کوونکي  په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ میخانیکي لیسې ودانۍ ( ۶) درسي او اداري خونې لري، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ میخانیکي لیسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۲) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ میخانیکي لیسه کې (۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې دواړه استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:  یاده لیسه (۲) څانګې (موټرو ترمیم او نلدواني) لري، چې (۹۹) تنه زده کوونکي په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.