د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ میخانیکي لېسه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ میخانيکي لیسه په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د برښنا او موټرو ترمیم په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د زرمت ولسوالۍ میخانیکي لېسې ودانۍ (۳) درسي خونې لري.  برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د زرمت ولسوالۍ میخانیکي لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په دغه لیسه کې (۳) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۲) څانګې (برښنا او موټرو ترمیم) لري. چې (۲۹) تنه زده کوونکي په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د زرمت ولسوالۍ میخانیکي لیسه د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره (۱) باب مجهز کمپيوټر لب او همدارنګه د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز ورکشاپ هم لري.

بدل اعاشه: د زرمت ولسوالی میخانیکي لیسه کې (۲۹) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.