د وټه پور ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه

د کنړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه په ۱۳۹۹ هجری لمریز کال کې تأسیس شوه د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لیسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کنړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسې ودانۍ (۵) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کنړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کنړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسې کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاده لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۵۳) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د کنړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسې کې (۵۳) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.