د دایکندی ولایت د میرامور ولسوالۍ کرنې لیسه

د میرامور ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د میرامور ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسې ودانۍ (۱۰) درسي او ادارې خوني لري. سولري برښنا، اوبه او همدارنګه والیبال میدان یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د میرامور ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه په ټوله کې (۱۰) تنه کارکوونکي لري. چې (۵) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په دغه لیسه کې (۵) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: دا لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنې) لري چې (۸۳) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د میرامور ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه کې (۸۳) تنه زده کوونکي  په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۱) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.