د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې سرپرست د ناروې د کمیټې له رئیس سره د دواړو نهادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۷:۳
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په افغانستان کې د ناروې د کډوالو د کميټې له عمومي رئيس تاریه مگنوسن واتر دال سره وکتل. په دغې لیدنه کې  د کرنې، د نابینایانو او ناشنوایانو  زده کوونکو د ملاتړ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لپاره د رسنیز ملاتړ په ګډون د دواړو نهادونو ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې اترې وشوې.

د دغه ناستې  په پيل کې ښاغلي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه اداره د سل کلنې مخینې په لرلو سره په ټول هېواد کې له ٣٧٠ څخه زيات ښوونيز مرکزونه لري او په دغو مرکزونو کې له لومړي څخه تر څوارلسم ټولګیو پورې د فن او حرفې په برخو کې زده کوونکو ته  زده کړې ورکول کېږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل چې دغه ادارې د نابینایانو او ناشنوایانو د زده کړو لپاره ١٦ ځانګړي ښوونيز مرکزونه لري. نوموړي وويل، چې د نابینایانو او ناشنوایانو زده کوونکو لپاره د ټرانسپورت په ګډون ځينې اسانتياوې برابرې شوې دي.

ښاغلي شهامت دا هم وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلي موخې د بې وزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د ماهر کاري ځواک روزنه ده.

د ناروې د کمېټې رئیس هم د دغه نهاد په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د يادې شوې کمېټې د برنامو ډېر تمرکز پر ښوونه او روزنه، کرنې او روغتيا دى.

هغه زياته کړه، چې په تېر کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو برخې ته پاملرنه نه ده شوې او اوس د ناروې کمېټه لېواله ده، چې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

تاریه مگنوسن واتر دال د تخنیکي او مسلکي زده کړو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د ځوانانو لپاره اړینه ده چې هغه زده کړې ترلاسه کړي چې ټولنه ورته اړتیا لري او د اقتصادي ودې لامل کیږي.

هغه وويل، هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ کچه لوړه کړي او دغې ادارې ته زياته بودجه ځانګړې کړي.

د ناروې د کمېټې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې یو شمېر ځوانان له افغانستان څخه بهر ته ځي او هلته په سختو شرایطو کې کار کوي. هغه وویل، په دې برخه کې کار او همکاري وشي، ترڅو ځوانان له افغانستان ترک کولو ته اړ نه شي.

همدارنګه ښاغلي شهامت وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ناروې کمیټې موخې یو له بل سره ګډې دي او دا دواړه نهادونه کولای شي له یو بل سره همکاري وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې په تېر کې د فساد له امله دغې ادارې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او په تېر کې دغه اداره چا نه پېژنده.

د نوموړي په وينا، په تېرو دوو کلونو کې د هغه اقداماتو چې ترسره شوي، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره تر يوه حده ورپېژندل شوى او د ټولو ښوونیرو ادارو په پرتله ډېر بريالى عمل کړی دى.

ښاغلي شهامت وویل، سږ کال یوازې د نارینه وو په برخه کې له ۳۰ زرو ډېر زده کوونکي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې جذب شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د ځوانانو د مهاجرت د مخنيوي لپاره يو شمېر اقدامات ترسره کړي دي.

 په آلمان کې د «سیتی ان افغانستان» موسسې سره هوکړه شوې چې د کار بازار د اړتیاوو سره سم به د ځوانانو لپاره د زده کړو او کارموندنې زمینې برابرولو په موخه نوي څانګې له آلمان څخه افغانستان ته راوړل شي .

ښاغلي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ په موخه د نوښت مرکز جوړ کړی او تر اوسه په دغه مرکز کې ۱۵۰ نوې پروژې ثبت شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د افغانستان د لومړني سپورټي موټر جوړول، چې د قطر نندارتون ته وړل شوی دی، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ پايله ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، دغه اداره په پام کې لري چې په کابل کې په نړيوالو معيارونو برابر يو نمونوي انسټیټوټ جوړ کړي، څو د کار د بازار له اړتياوو سره سم د کار د کيفيت د لوړولو او ماهر ځواک ته روزنه ورکړي. همدارنګه په کنړ ولایت کې د لرګیو د صنعت په برخه کې د یوه انسټیټوټ جوړول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له راتلونکو برنامو څخه دی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز د ناروې د کميټې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د نابینایانو او ناشنوایانو زده کوونکو لپاره په ځانګړو زده کړو په مرکزونو کې روغتيايي او رواني اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ځانګړو زده کړو  په مرکزونو کې نارينه او ښځينه زده کوونکي شتون لري او د ناروې کمېټه کولاى شي له کوم محدوديت پرته له دغو مرکزونو سره کار وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست هم په کرنيزو انسټیټونو کې د کرنيزو فارمونو د جوړولو په برخه کې د ناروې د کمېټې همکاري مهمه وبلله او ويې ويل، چې په يادو انسټیټونو کې د زده کړو لويه برخه عملي ده او له همدې امله د کرنيزو فارمونو جوړول جدي اړتيا ده.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر انسټیټونه د تجهیزاتو او لابراتوارونو په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کرنې څانګې استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ناروې د کمېټې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي شهامت وویل، د بڼوالۍ په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کرنیزې ځمکې په واک کې لري او په دې برخه کې د همکارۍ امکان هم شتون لري.

د ناروې کميټې مشر وويل چې د دغې کميټې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې ترمنځ د همکاريو زيات فرصتونه شته دي.

نوموړي د ځانګړو زده کړو د مرکزونو د زده کوونکو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اهمیت په هکله د عامه پوهاوي په برخه کې د مطبوعاتو د ملاتړ د کلکه د همکارۍ ژمنه وکړه.

د ناروې د کميټې رئیس زياته کړه چې د دواړو لورو فني ټيمونه بايد د عملي همکاريو په خاطر له يو بل سره خبرې اترې وکړي.

په دغه ناسته کې  د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس هم وويل چې د تعلیم برخه له سياست څخه جلا ده او په دې برخه کې مرسته بايد سياسي نه وي.

ښاغلي احساس وويل، چې په دې برخه کې بېلابېلو مرستندويه نهادونو څو ځلې د همکارۍ ژمنې کړې، خو دا ژمنې ډېر کمې عملي شوې دي.

د ناروې د کمېټې رئیس د دغې کمېټې د همکارۍ د ژمنو د پوره کېدو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې په نږدې راتلونکي کې به اسلو ته سفر وکړي او هلته به له افغانستان سره د مرستې او د لا ډېرو همکاريو د جلبولو په اړه په هغه ځای کې د ناروې چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۳۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون رئیس معرفي شو

ښاغلی مولوي ملتان ذاکر په هرات ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون د رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه. د هیواد د لویدیځ زون رئیس د معرفي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

د میدان وردګو ولایت جلګې کثیرالرشتوي انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند جلګې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د سیرت النبي ﷺ سیالۍ چې د یاد تخنیکي مرکز لخوا په لاره اچول شوې وه، نن ورځ یې پایلې اعلان شوې. د دې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون رئیس معرفي شو

ښاغلی مفتي سید احسان الله قاسمي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي چارواکو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون د رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه. . .

BACK TO NEWS